غزل

څو ژوندی يې د رزق مه کوه هيڅ غم

Khushal Khan Khattak

څو ژوندی يې د رزق مه کوه هيڅ غم

خپل قسمت به در رسېږي بېش و کم

قابل غم د ننگ و نام کا په دنيا کې

نه په غم وي د دينار او د درم

قارون لاړ تحت الثری لره، لادرومي

موسی پاس په عليين کښېښ قدم

پس له مرگه ښخ دمرد تر قدم ښه يم

گور مې مه شه دنامرد له گوره سم

د خوشال قدر که اوس په هېچا نشته

پس له مرگه به يې ياد کا ډېر عالم