غزل څو يې بوی په هر طرف بهير ونه کړ خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 څو يې بوی په هر طرف بهير ونه کړ په گلونو عندليب نفير ونه کړ 02 زما اوښکو کاڼي هم په مخه يو وړل ولې ستا په زړه يې هيڅ تاثير ونه کړ 03 په ژړا په بې صبرۍ که ليدل موم ما په دواړه توکه هيڅ تقصير ونه کړ 04 په خندا خندا دې مرگ و ته نژدې کړم ترو دې څرنگه په ما تزوير ونه کړ 05 خو لا زه يم چې له غشيه دې نه درومم گڼه! هومره مټ به تور نخچير ونه کړ 06 مگر زه سهل غرڅه وم ستا تر فهمه چې زما په مرگ دې هيڅ تکبير ونه کړ 07 اوس به څه رنگه خلاصيږم له دې غمه چې لومړی مې د خلاصي تدبير ونه کړ 08 د کعبې په لار به څرنگه بری کړې چې هر گز دې يوه شپه شبگير ونه کړ 09 په صورت به دې تل وير وي پس له مرگه که دځان دې په ژوندونې وير ونه کړ 10 زه خوشال چې سر و تېر ځم ستا له تيره هيڅ ارمان دې د غمزې په تير ونه کړ د قاموس مانا × اصلي کلمه