غزل

څو يې بوی په هر طرف بهير ونه کړ

Khushal Khan Khattak

څو يې بوی په هر طرف بهير ونه کړ

په گلونو عندليب نفير ونه کړ

زما اوښکو کاڼي هم په مخه يو وړل

ولې ستا په زړه يې هيڅ تاثير ونه کړ

په ژړا په بې صبرۍ که ليدل موم

ما په دواړه توکه هيڅ تقصير ونه کړ

په خندا خندا دې مرگ و ته نژدې کړم

ترو دې څرنگه په ما تزوير ونه کړ

خو لا زه يم چې له غشيه دې نه درومم

گڼه! هومره مټ به تور نخچير ونه کړ

مگر زه سهل غرڅه وم ستا تر فهمه

چې زما په مرگ دې هيڅ تکبير ونه کړ

اوس به څه رنگه خلاصيږم له دې غمه

چې لومړی مې د خلاصي تدبير ونه کړ

د کعبې په لار به څرنگه بری کړې

چې هر گز دې يوه شپه شبگير ونه کړ

په صورت به دې تل وير وي پس له مرگه

که دځان دې په ژوندونې وير ونه کړ

زه خوشال چې سر و تېر ځم ستا له تيره

هيڅ ارمان دې د غمزې په تير ونه کړ