نظم څوک په لوري د کعبي ځي په هی هی خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 څوک په لوري د کعبي ځي په هی هی څوک د يورې لره چلېږي په جی جی 02 دواړه توکه په معنی په حقيقت کې په هر لوري غورځوي واړه دی دی 03 عاشقان يې صد هزار يوه معشوقه په هر لوري وړه چې دي په پی پی 04 څوک په کور دننه ناست ور سره کيل کا څوک همېش ورپسې گرځي په لی لی 05 جستجو په هر فريق په هر طريق کا که يې گورې نور څه نشته بې وی وی 06 ميخانه يوه په کې هزار خمونه د مستانو يې نارې دي چې می می 07 که همای دی که کجير دی که کرگس دی د هر چا مې خپل خپل شان دی خپل فی فی 08 هر څوک وصل و خپل اصل پسې غواړي چې نارې د جدايۍ وهي نی نی 09 زه خوشال چې د وحدت په ميو مست شوم وايم دا چې کاوس کله و، کی کی؟ د قاموس مانا × اصلي کلمه