نظم څوک په لوري د کعبي ځي په هی هی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څوک په لوري د کعبي ځي په هی هی څوک د يورې لره چلېږي په جی جی 02 دواړه توکه په معنی په حقيقت کې په هر لوري غورځوي واړه دی دی 03 عاشقان يې صد هزار يوه معشوقه په هر لوري وړه چې دي په پی پی 04 څوک په کور دننه ناست ور سره کيل کا څوک همېش ورپسې گرځي په لی لی 05 جستجو په هر فريق په هر طريق کا که يې گورې نور څه نشته بې وی وی 06 ميخانه يوه په کې هزار خمونه د مستانو يې نارې دي چې می می 07 که همای دی که کجير دی که کرگس دی د هر چا مې خپل خپل شان دی خپل فی فی 08 هر څوک وصل و خپل اصل پسې غواړي چې نارې د جدايۍ وهي نی نی 09 زه خوشال چې د وحدت په ميو مست شوم وايم دا چې کاوس کله و، کی کی؟ Dictionary meaning × Headword