غزل څوک په لوري د کعبې ځي په هی هی خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 څوک په لوري د کعبې ځي په هی هی څوک د يوري لره چلېږي په جی جی 02 دواړه توکه، په معنی په حقيقت کې په هر لوري غورځوي واړه دی دی 03 جستجوی په هر فريق ړ په هر طريق کا که يې گورې نور څه نشته بې وی وی 04 عاشقان يې سل هزار، يوه معشوقه په هر لوري ورپسې دي په پی پی 05 څوک په کور دننه ناست ور سره کېل کا څوک همېش ورپسې گرځي په لی لی 06 ميخانه يوه، هزار پکې خمونه د مستانو يې نارې دي چې می می 07 که همای دی، که کجير دی،که کرگس دی د هر چا مې خپل خپل شان دی خپل فی فی 08 هر څوک وصل د خپل اصل پسې غواړي چې نارې د جدايۍ وهي نی نی 09 زه خوشال چې د وحدت په ميو مست شوم وايم دا چې کاووس کله و کی کی د قاموس مانا × اصلي کلمه