غزل څوک په لوري د کعبې ځي په هی هی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څوک په لوري د کعبې ځي په هی هی څوک د يوري لره چلېږي په جی جی 02 دواړه توکه، په معنی په حقيقت کې په هر لوري غورځوي واړه دی دی 03 جستجوی په هر فريق ړ په هر طريق کا که يې گورې نور څه نشته بې وی وی 04 عاشقان يې سل هزار، يوه معشوقه په هر لوري ورپسې دي په پی پی 05 څوک په کور دننه ناست ور سره کېل کا څوک همېش ورپسې گرځي په لی لی 06 ميخانه يوه، هزار پکې خمونه د مستانو يې نارې دي چې می می 07 که همای دی، که کجير دی،که کرگس دی د هر چا مې خپل خپل شان دی خپل فی فی 08 هر څوک وصل د خپل اصل پسې غواړي چې نارې د جدايۍ وهي نی نی 09 زه خوشال چې د وحدت په ميو مست شوم وايم دا چې کاووس کله و کی کی Dictionary meaning × Headword