غزل

سپين رخسار او مشکين خال دې وبله ضم دي

رحمان بابا

سپين رخسار او مشکين خال دې وبله ضم دي

يا محمود او اياز ناست سره همدم دي

که دې مخ په زلفو پټ وي باک يې نشته

د حيات اوبه هم پټې په تور تم دي

ستا له زلفو له رخساره له سرو شونډو

پيدا شوی شام، شفق او صبحدم دي

په دهن کېدې غاښونه تجلی کا

يا غوټيه په غونچه کې د شبنم دي

نه چې اوس زما زړه غوڅ ستا په غمزه دی

چاړه غوښې له قديم سره په غم دي

بې ژړا و چا ته نه گوري سيه چشمه

د نرگسو غوړېده د جوی په نم دي

راحت نه دی چا موندلی بې زحمته

ستا جفا او وفا دواړه مغتنم دي

ستا د حسن د تعريف له برکته

د رحمان د شعر کوکې په عالم دي