غزل

سپينې اوښکې زيړ رخسار د مينې له دولته

رحمان بابا

سپينې اوښکې زيړ رخسار د مينې له دولته

ای رحمانه! دا د عاشقانو سيم و زر دي

دواړه سترگې مې کږې دا ستا په لور دي

مدام ډوبې د فراق په آب شور دي

زه يو سپی يم چار چشمه د ستا له سپيو

چې مې ستا و درته دوه سترگې څلور دي

کنډولي مې د دوو سترگو ستا په طمعه

و هر در وته نيولي کور په کور دي

چې مې خال د ترکو وليد په خپل زړه کې

دواړه کسي مې و زړه وته نسکور دي

اعتبار د زمانې په اشنا مه کړه

همگي واړه له خپلو رخنو چور دي

ما قبول د رقيب ناز کړه ستا د پاره

سود وزيان په دې جهان کې خور او ورور دي

په رحمان باندې دا هسې گومان مه کړه

چې بې تا په نور څه غولېږي هغه نور دي