نظم

سپين غر

ګل پاچا الفت

څوک پردی نشي ورتللی لار يې سخته ده بېشانه

دا قصه مې اورېدلی په يووخت کښې وه له چانه

چا ويل چې کوه قاف نه

هغه خوا يوه کلا ده

ښاپېريان پکښې اوسېږي

پکښې بل شانته هوا ده

پيره داريې يوسپين ديو دی

ورنه وېره د هر چا ده

چې له شنو زمريو ډک دی لري هسې لوی ځنگلونه

په هوا کښې يې تل گرځي سپين بازان کوي څارونه

د سپوږمۍ او د نمر گوردی ځکه هومره دی روښانه

هر سحر يې له کنډوه نمر راخيژي له آسمانه

هسې ښکاري لکه دا چې د ملکو کوه طور وي

له اسمان نه ورېدلی په دې ځای سپېڅلی نوروي

د پښتون لويه ځانگو ده کاڼو گټو نه تياره

خدای دې نه کا چې پردی به کله مومي ورته لاړه

اوس پوهېږم هغه سپين ديو

دا سپين غردی ننگرهار کښې

دخيبر له دروازې نه

دې خوا پرون دی سخته لار کښې

بې پښتونه بل څوک نشي

گرځېدل دې گلزار کښې

ښايسته له هر وطنه

او له هر ملکه زېبا دی

تورنښتر يی تورې زلفې

تک سپين مخ يې د ليلا دی

سپين سپېڅلی ښکاره کېږي

ته به وايې سپين سبا دی

پاس دغره په سر ځلېږي

تجلی د پلوشو ده

نمر سپوږمۍ پکښې ځان گوري

آيينه د پرښتو ده

تکه سپينه رڼا برېښي

د رحمت د نور ورشو ده

دجنت د باغ وږمي دي

چې هر وخت دلته لگېږي

د رڼو ستورو ډيوې دي

پکښې هره شپه بلېږي

له صياده ويره نشته

زرکې خاندي هوسېږي

ښايسته ښې منظرې دي پښتانه يې نندارې کړي

د سپين غره تورې لښکرې د نښترو يې پېرې کړي

کوه طور غوندې ځلېږي خو افسوس چې موسی نشته

چې الهام وو څخه واخلي هغه لوی رهنما نشته

هرې خوا ته يې بهېږي

جړوبی او ابشارونه

د شرابو او علو

پکښې شته دي ډک رودونه

ښه لمن لري سرسبزه

پکښې مېشت دي ولسونه

دا متل دی پښتنو کښې

په لوی غره د خدای نظر وي

د سپين غره د پاسه ځکه

تجلی شام و سحر وي

نمر لا څرک نه وي وهلی

د رڼا هلته اثر وي