غزل

ستا د عشق له پاملرنې سور او تال د ترانې شوم

محمد صدیق پسرلی

زندګي مې دې سر وخوري تاثر د افسانې شوم

چې جلوو ته دې ورتيږم چې په اوښکو دې ګډيږم

د الوت ارمان مې وخوت سوی بال د پروانې شوم

سپيره ژوند به سپيروم څو په سپيرو حقيقتونو

جاروکش د بتخانې شوم مينجور د ميخانې شوم

نۀ زۀ زۀ يم نه زۀ ته يم نه بل څوک يم نه بل څه يم

سر خوږی يم خپل دانش ته بس کيسه د پندانې شوم

چا چې شل په شله بېل کړو لا يې ګرځو تر زړۀ سوي هم

لکه ږيره د شيخانو منت بار ه د شانې شوم

کور مې وران شو ژوند مې باېلود د تاريخ د پام په تمه

پخپل زعم پخپل زړۀ کې واهي ګنج د ويرانې شوم

اوس به ولې هر څوک پلونه بې پروا راباندې نه ږدي

چې له ضعفه په لو لار کې يو ړنګ پل د زمانې شوم

پخپل پوست کې غټيدمه په پردو کې لوييدمه

د انار غوندې پسرليه په لوی لاس دانې دانې شوم