غزل
ستا د تورو زلفو په ياداشت مې سترگې اوري
رحمان باباستا د تورو زلفو په ياداشت مې سترگې اوري
حق دی چې پرېوځي په شبرات د عمر ستوري
زلفې دې سايه کړې مخ دې اور راباندې اوري
اور دی که ورېځ ده نه پوهېږمه په سيوري
زلفې دې سايه کړې مخ دې اور په جهان بل کړ
هرچاته چې گورم نيم په نمر وي نيم په سيوري
يو اصل دی څوک قند و نبات څوک ځيگرخون خوري
خال ستا د لبانو او زما د سترگو توري
اور ستا د رخسار په ما دی خپلو سترگو بل کړ
تل په آتش سوځي آيينه چې نمر ته گوري
سترگې مې دا ستا له خياله پرېوتي و زړه ته
څه شو که بې سترگو صورت درومي په بل لوري
کله رقيبانو ته نظر کړې کله ماته
ستا باران د مهر په ښو بدو يکسان اوري
ځان په مستو سترگو باندې مه غولوه رحمانه!
دا مستان هوښيار دي له حکمته سره ښوري