غزل

ستا دې خواب آلودو سترگو خواب را څخه يووړ

رحمان بابا

ستا دې خواب آلودو سترگو خواب را څخه يووړ

لبو دې لذت دميو ناب راڅخه يووړ

نه مې اوښکې پاتې شوې نه صبر په صورت کې

ډېرې بې صبريه د مخ آب راڅخه يووړ

زړه مې په نغمو نغمو سوری کړ مطربانو

عقل ساقيانو په شراب راڅخه يووړ

يو ساقي بل يار درييم مطرب سره يو ځای شول

زړه يې له گوگله په شتاب راڅخه يووړ

څه شو که يې يووړ خراب دل مې ترې قربان شه

نور چا وړی نه دی خپل احباب راڅخه يووړ

هر اسباب چې ما څخه د زهد د پرهېز و

واړه تا د حسن په اسباب را څخه يووړ

کړی ما رحمان په زړه کې نقش د محراب و

ستا آبرويو نقش د محراب راڅخه يووړ