نظم

ستا خيال

ګل پاچا الفت

شپې او ورځې مې تېرېږي ستا په خيال کښې

عشق او مينه راسره ده په هر حال کښې

دا څو ورځې چې د ژوند په نوم ياديږي

بې له مينې که تېرېږي ضايع کېږي

د سحر سترگه لا نه ده راختلی

توره شپه ده په هيڅ کور کښې رڼا نشته

ډيرې مړې دي دکانو نه دي تړلی

د دنيا په سودو زيان څه غوغا نشته

که غمجن دی که ښادمن دی ټول ويده دی

اوازونه د خندا او ژړا نشته

هر طرف چې گورم ته يې اوستا خيال دی

له بل چا سره زما مشغولا نشته

ستا سودا راته صحراگل و گلزار کړه

پرواگير د هېڅ گلشن او دباغ نه يم

د زړه خونه مې د عشق په نور رڼا ده

محتاج ځکه د حکمت د چراغ نه يم

د بلبل په څېر په مينه باندې پايم

په مردار وپسې نه ځمه زاغ نه يم

ازلي برخه مې عشق او محبت دی

څومره خوښ يم چې زه زړه يم دماغ نه يم

ته پخپله ښه پوهېږې لويه خدايه

چې ددې عصر انسان څنگه انسان دی

د بشر مقتدر فکر لېونی شو

اوس يې خيال د ورانولو د جهان دی

سعادت نشته د نن عقل وحکمت کښې

زهر توی شوه په ښيښه د بصيرت کښې

عاطفه انساني مينه يې علاج دی

محبت ته د بشر سخت احتياج دی

بيا دمينې اور تازه کړه په جهان کښې

بېرته نرم کړه دا سخت زړه په انسان کښې

نن دماغ لوبې کوي په کايناتو

پېښ دعقل په درياب کښې لوی طوفان دی

د انسان دسعادت بېړۍ ډوبېږي

فلسفې د تنازع پېښ کړی زيان دی

زورور د خپل مرادگوهر نن غواړي

د مظلوم د وينو اوښکو په درياب کښې

انساني ژوند په طبعی ژوند بدل شوی

هر يو غواړي خپل راحت د بل عذاب کښې

دمادي ژوند د بقا دپاره هر څوک

زده کوي د ظلم درس طبعی کتاب کښې

انسان نه دی نه پوهېږم څه بلا ده

چې پېدا شو ددې عصر په سېلاب کښې

همدردي او دلسوزي ورکړه انسان ته

بيايي عشق او محبت سره آشنا کړه

د انسان زړه دصحرا له کاڼو سخت دی

پکښې درد او سوز دمينې بيا پيدا کړه

دا فکرونه دا عقلونه له مونږ واخله

لږ څه مينه محبت عشق راعطا کړه

چې هر څوک يې په ليدلو خپل زړه بايلی

د دنيا کور کښې پيدا هغه ليلی کړه