غزل
ستا له بې نيازۍ نه پښتنې شوې زما اوښکې
امیر حمزه شینواریستا له بې نيازۍ نه پښتنې شوې زما اوښکې
راغلې خو له سترگو نه ستنې شوې زما اوښکې
سترگې مې ترورې تروې زبېښي لذت يې اخلي
تاو له محبت نه څه خوږې شوې زما اوښکې
پټې شي کچه شي، اشنا ستا په راکتلو
ستا د دوه لېمو غوندې پخې شوې زما اوښکې
پام چې په ځوانۍ دې چرته نه شي تندرونه
ښکليه شه خبر! که در پسې شوې زما اوښکې
ستا له تغافله ځان په ځان شوې نه غونډېږي
اوس د مرکې نه د جرگې شوې زما اوښکې
ستا له دې راتگه مخروڼۍ د ماښام وشو
راغلې زما سترگو ته، ډيوې شوې زما اوښکې
جوړ په ختمېدو مې دي د عمر همدمانې
وار د وينو راغی چې نن سرې شوې زما اوښکې
ستا له لېوني غرور نه څنگه تاو راتاو شوې
جار يې له شېبې چې زولنې شوې زما اوښکې
ښکلی يې حمزه که په محفل کې بې پردې کړو
نه دی دا قيامت چې بې پردې شوې زما اوښکې