غزل

ستا له غمه مې په سر کې هسې شور دی

رحمان بابا

ستا له غمه مې په سر کې هسې شور دی

گويا مېشت مې په سر ښهر د لاهور دی

په افسون او په جادو دتورو سترگو

خراب زړه مې له جمله عالمه تور دی

که مې زړه له غمه چوي راته وايي

غم د هجر دغه مه گڼه لا نور دی

د هجران په بيمارۍ رامعلوم شه

چې اخستی مې آزار د پلار و مور دی

درد و غم دعاشقۍ ډېر مشکل دی

خدای ورکړی و دانا ودا سور اور دی

دا دنيا په مثال کور دی دغمونو

چې په هسې کور نازېږي هغه کور دی

دا جهان نه دچا خپل دی نه به خپل شي

چا په خپله رضا پرېښوو چا په زور دی

چې دمرگ په پوره وړيو کې يو ومري

دی د واړو پوروړيو زوی او ورور دی

که رحمان په عاشقۍ بې عزت کېږي

ما په سترگو قبول کړی دا پېغور دی