غزل

ستا په داغ راغلم له موره

خوشحال خان خټک

ستا په داغ راغلم له موره

خدای مې مه کړه د غمه نوره

کم خدمت يم په خدمت کې

ځان لازم وينم هر گوره

که زه هر څو کم خدمت يم

ته خپل شرم وته گوره

خانه زاد بنده کمين يم

هم بې توانه، هم بې زوره

توان او زور مې واړه ته يې

بې تا نه پېرم په توره

بد غليم راته په څو دی

له غليمه مې وژغوره!

ته شفيع د قيامت يې

خوشال وساته له اوره