غزل
ستا په داغ راغلم له موره
Khushal Khan Khattakستا په داغ راغلم له موره
خدای مې مه کړه د غمه نوره
کم خدمت يم په خدمت کې
ځان لازم وينم هر گوره
که زه هر څو کم خدمت يم
ته خپل شرم وته گوره
خانه زاد بنده کمين يم
هم بې توانه، هم بې زوره
توان او زور مې واړه ته يې
بې تا نه پېرم په توره
بد غليم راته په څو دی
له غليمه مې وژغوره!
ته شفيع د قيامت يې
خوشال وساته له اوره