غزل
ستا په عشقکې هسې خلاص يم له شعوره
رحمان باباستا په عشقکې هسې خلاص يم له شعوره
چې يوه خبره نه لرم منظوره
طبيبان وايي چې صبر دې دارو دی
خدای فرقه زمونږ پيدا کړه ناصبوره
تورې هرچرې تړلې په دښمن شي
ياره ستا سترگې دوستان وژني په توره
معشوقې د زمانې شوې سره ټولې
د زړه خونه مې يې ولوټله چوره
زه تنها په ضرور نه يم ستا له غمه
پيدا شوی عاشقي ده له ضروره
هرې شپې لره ورځ شته دی په جهان کې
زما عمر جداييه کړ بې نوره
مهرويان وفا نه هېچا سره نه کا
دا خبره په عالم کې ده مشهوره
چې خبر شي واړه گوتې په غاښ نيسي
په هجران کې خبر مه شه له مهجوره
د رقيب له بدو سترگو دې ځان ژغوري
هر عاشق چې بهره مند وي له حضوره
هومره توان او توفيق نه گڼم په بخت کې
چې تايب کاما، له فسق او له فجوره
په نظر د مدعيانو تور کودی دی
که يې کښېنوم د کټ د پاسه حوره
د رحمان د سترگو نم په هاله وچ شي
که وچ شوی د چا نم وي له ناسوره