غزل

ستا په غم کې مې ارام له زړه بېرون شو

خوشحال خان خټک

ستا په غم کې مې ارام له زړه بېرون شو

د غر څه غوندې مې خوب په ځيگر خون شو

همېشه په غاړې غرونو سر گردان يم

په دا دور مې درست ډول د مجنون شو

عاشقي سړی رسوا که، هاله ومري

ښه هغه چې مړ په تبه، په طاعون شو

گوره څو عالم به بيا په مخه يوسي

چې روان مې تر دا دوو سترگو جيحون شو

هديره يې د شهيد په څنگ کې بويه

هر سړی چې مړ په توره د بېلتون شو

په گلونو به يې ږغ کاندي بلبلې

دا گلزار چې په بياض زما زرغون شو

چې درست کال يې بيا بيا وايم لا يو راز دی

دا يو راز تر دفترونو لا افزون شو

په زر ژبه يې ستايه واړه يو راز دی

عبارت که مختلف دی يو مضمون شو

عشق خوشال و ته يو هسې سبق ورکړ

چې يې زړه د قال و قيل له درسته ستون شو