غزل ستا په غم کې مې ارام له زړه بېرون شو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا په غم کې مې ارام له زړه بېرون شو د غر څه غوندې مې خوب په ځيگر خون شو 02 همېشه په غاړې غرونو سر گردان يم په دا دور مې درست ډول د مجنون شو 03 عاشقي سړی رسوا که، هاله ومري ښه هغه چې مړ په تبه، په طاعون شو 04 گوره څو عالم به بيا په مخه يوسي چې روان مې تر دا دوو سترگو جيحون شو 05 هديره يې د شهيد په څنگ کې بويه هر سړی چې مړ په توره د بېلتون شو 06 په گلونو به يې ږغ کاندي بلبلې دا گلزار چې په بياض زما زرغون شو 07 چې درست کال يې بيا بيا وايم لا يو راز دی دا يو راز تر دفترونو لا افزون شو 08 په زر ژبه يې ستايه واړه يو راز دی عبارت که مختلف دی يو مضمون شو 09 عشق خوشال و ته يو هسې سبق ورکړ چې يې زړه د قال و قيل له درسته ستون شو Dictionary meaning × Headword