غزل
ستم دې د عينينو ياره عين عنايت دی
خوشحال خان خټکستم دې د عينينو ياره عين عنايت دی
بند دې د زلفينو د خلاصيې کنايت دی
په شپه زما ويل گيله آمېز وو له هستيې
په ورځې ځنې دور يم هغه حرف چې شکايت دی
خبرې د مجنون او د ليلا لاړې زړې شوې
زما او ستا خبره تازه نوی حکايت دی
زما او ستا خبرې دي پټ راز، څه هسې نه دی
چې چاته يې پيدا يا بدايت يا نهايت دی
په مخ چې ښايسته شوې که په پسول پسوللې نه وې
ساده وروځيو خال دې د درست حسن کنايت دی
هيڅکله له مرگه د خوشال اندېښنه مکړه
چې ويې وژنې دلبرې خون يې روغ په روايت دی