غزل ستم دې د عينينو ياره عين عنايت دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستم دې د عينينو ياره عين عنايت دی بند دې د زلفينو د خلاصيې کنايت دی 02 په شپه زما ويل گيله آمېز وو له هستيې په ورځې ځنې دور يم هغه حرف چې شکايت دی 03 خبرې د مجنون او د ليلا لاړې زړې شوې زما او ستا خبره تازه نوی حکايت دی 04 زما او ستا خبرې دي پټ راز، څه هسې نه دی چې چاته يې پيدا يا بدايت يا نهايت دی 05 په مخ چې ښايسته شوې که په پسول پسوللې نه وې ساده وروځيو خال دې د درست حسن کنايت دی 06 هيڅکله له مرگه د خوشال اندېښنه مکړه چې ويې وژنې دلبرې خون يې روغ په روايت دی Dictionary meaning × Headword