غزل
ستمگر به همېشه په دنيا نه وي
خوشحال خان خټکستمگر به همېشه په دنيا نه وي
پس له مرگه به لعنت لعنت په ده وي
هسې خوښ د ظالمۍ په کار ولاړ دی
ته به وايې مرگ يې نشته، تل به ژوي
ظالمان په نور څه هيڅ راغلي نه دي
خو دنيا وته ځويېږي لکه روي
چې د خپلې کامرانيه په کار راشي
که عالم ته و بالا شي پرې يې زړه وي
په گفتار کې پرښتو سره سيالي کا
په کردار کې شيطانان ترې پورې څه وي
که په سول يې د دنيا مقصود حاصلېږي
د مکې په وره به هم پورې کا سوي
په خپل زويه ورور يې زړه نه وي تړلی
د خپل پلار ومرگ ته هم مږي ورغوي
په هغه چاړه قلم روغ کا قرآن کښي
په هغه چاړه د ورور مرييې سکوي
په رکوع کې تسبيحات د مال و ملک کا
په سجود کې خپل حشم غواړي که ښه وي
که نېکخواه ورته د پند خبرې وکا
چې د بدو خصلت پرېږدي زړه يې چوي
زه خوشال چې د اورنگ بادشاه نوکر يم
که و زويه ورکول کړم زړه مې نه وي