نظم

سترگه د سبا يمه

ګل پاچا الفت

نه يمه خبر چې څه وايم او چا ته وايمه

زړه کښې مې څه دي ور سره زه هم نا اشنا يمه

غواړم هغه څه چې هېڅ اثر يې لاپيدا نه دی

نه يې پېژنمه د مجهول په تمنا يمه

ټول راته ويده ښکاري يو نيم چيرته ويښ وينمه

داسې معلومېږي چې زه سترگه د سبا يمه

ډېر فکر کوم د زړه په وينو څه ليکم درته

مه کوه گمان چې تش په ژبه زه گويا يمه

ډېر رازونه پټ دی کله ساده غوندې انشاء کې دی

گوره په يوه معنا کښې بيا بيله معنی يمه

پټ په فصاحت په بلاغت په صراحت کښې يم

رمزيم اشاره يم کنايه يم معما يمه

اوښکی مې له سترگو رابهېږي په خندا کښې تل

ژاړم په خندا کښې که ژړا کښې په خندا يمه

تورې تر ږمۍ نه تکه سپينه معنا باسمه

ځکه تورو زلفو او سپين مخ باندې شيدا يمه

خوار غريب ماشوم يم هېچا نه يم پېژندلی لا

هېڅوک نه پوهېږي چې فرعون لره موسی يمه

ما دشعر تورو کښې د ژوند اوبه موندلی دی

کله مري اشعار زما د شعر مسيحا يمه

نه د خان نوکر يم نه مريد دکوم صاحب يمه

يم وکيل د خلکو شاعر هم په دې معنا يمه

لوړ ځای راته ښه نه دی له لوړې هوا تښتمه

لويه ننگرهاره! زه ژوندی ستا په هوا يمه