غزل
صبح و شام مې لاس نيولي دي دعا کړم
رحمان باباصبح و شام مې لاس نيولي دي دعا کړم
خواست له خدايه ستا دمهر د وفا کړم
هېڅ دروغ رښتيا مې نه زده که باور کړي
ستا دپاره هم دروغ کړم هم رښتيا کړم
واړه ته يې خندول که ژړول کړې
زه په خپله نه خندا کړم نه ژړا کړم
که ته نه يې راته وايه بارې څوک دی
زه دا هسې رنگ سرتور پښې يبل چا کړم
خوب خندا د بېلتانه په ځمکه نشته
څه آرام به په دا دشت کربلا کړم
هره ورځ چې مې تېرېږي ستا په غم کې
زه په هره ورځ پوهېږم چې غزا کړم
يو وېښته مې دصورت کوږ شوی نه دی
هسې رنگ دې پټ پنهم په زړه ادا کړم
زړه که يو وي خو وتا دی ما در کړی
مگر نورو لره نور زړونه پيدا کړم
چې مې واغوست سر وپای د عاشقيه
زه رحمان دې سر وپای بې سر و پاکړم