غزل
صبحدم چې هغه يار راباندې راشي
رحمان باباصبحدم چې هغه يار راباندې راشي
عجب نور د نور له پاسه هويدا شي
ښکلي مخ لره حاجت د سينگار نشته
بې ترتيبه چې نمر وخېژي رڼا شي
چې يې ووينم له ورايه پورې نښلم
لکه پېښ چې وبله کاه وکهربا شي
ما له ډېرې ناچارۍ ويار ته شا کړه
ناروا د ضرورت په ځای روا شي
زه په وصل کې خواري د هجران ژاړم
د هر کار فکر تر کاره لا پخوا شي
لا پخوا تر جدايۍ نه ژړا بويه
گڼه هلته هريو ژاړي چې جدا شي
وصال نه دی چا په سر و مال موندلی
مگرغاړه په دا کار د چا ادا شي
زه به سر و مال د يار تر نامې ځار کړم
دا په عشق کې سهل کار دی که په دا شي
د رحمان په اوښکو هسې رنگ پوهېږم
چې آخر به په تمام جهان رسوا شي