غزل

تا چې مخ د پري سترگې د آهو کړې

رحمان بابا

تا چې مخ د پري سترگې د آهو کړې

ترو پرې يې که آهو يې که جادو کړې

دعاگو چې د چا ومري څه ښادي ده

ته په څه زما و مرگ وته آرزو کړې

په محراب د عاشقانو کاڼي اوري

ته چې چين د جبين غوټه په آبرو کړې

تا چې رنگ د گلو واخست زه پوهېږم

زرغونه به په څېره زما کونگو کړې

ستا له ډېره ډېره جوره معلومېږي

چې به ما په خپلو اوښکو کې لاهو کړې

که يو ځله تورې زلفې په شانه کړه

خاکستر به په چمن کې کشمالو کړې

درست جهان به قاف تر قافه معطر شي

که يو ځله شانه گډه په گيسو کړې

ستا د زلفو مار خوړلی به روغ نه شي

که افسون د مسيحا ورباندې پو کړې

لاس و پښې دې بې زېورو ښايسته دي

څه منت به د پايلو د باهو کړې

که سوزن د بڼو راوړې تار د زلفو

د رحمان د زړگي زخم به رفو کړې