غزل
تا چې رنگ دميو ورکړ و لبانو
رحمان باباتا چې رنگ دميو ورکړ و لبانو
اور دې پورې کړ په کور د ميخوارانو
چې دې جوړه کړه لينده د کږو وروځو
خوب دې زوږ کړ د حرم په غزالانو
چې دې اسم د زنځير په زلفو کښېښود
معطر دې کړ دماغ د ديوانگانو
په رخسارچې دې دخط غبار څرگند شه
سربلنده شوه فرقه د خاکسارانو
کاږه غشي واړه بېرته ځي له نخښي
زه ازار کړم ستا کږو کږو مژگانو
د پېزوان غمی دې زېب کا په لبانو
دواړه زلفې دې چورۍ د ملنگانو
تور وربل دې لکه مار په جبين پروت دی
شينکی خال دې محاصل په رنځورانو
دا چکوه چکوۍ چې ژاړي گرم خو نه دي
په ارمان يې ځبله بېل کړه رقيبانو
ستا د خولې له حقيقته صوفي څه زده
له دې رازه څوک خبر دي بې رندانو
ستا له غمه په ځان زړه د رحمان سوځي
لکه شمع په زيارت د شهيدانو