غزل
تا غوندې به نه وي يوه ښکلې په دا دور
خوشحال خان خټکتا غوندې به نه وي يوه ښکلې په دا دور
يون دې د زرکې دواړه سترگې دې د ميوو
وخت د نوبهار دی باغ و راغ واړه گلزار دي
راز د کردگار دی دا گلونه طور طور
بار در باندې مه وه زه هم زړه لرم وېرېږم
باز خوري د زړه غوښې يا بې نه خورې يا يې بور
نور عالم بې غمه، زه دايم په درد و غم کې
عشق نه دی بلا دی چې يې ونيوم په ځور
می شته، چنگ ونی شته، ساقي راشه باده راکړه
تل به بهار نه وي چې تېرېږي وخت د ثور
کښېنم و رود بار ته چې روانې اوبه گورم
عمر غوندې درومي چې ښه وکړم باندې غور
يار دې که د گور دين قبول کا په دا څه شي
شرط د محبت دی ته هم واخله دين دگور
مينه د مجنون په ليلا لا شوه ډېره ډېره
څو به چې عالم ورباندې وکړه هور زور
طبع د خوشال ده لکه ښه باغبان په باغ کې
گل و هر چا ورکا چې يې زړه وي علی الفور