غزل
تا خو ياري پرېکړه واړه زه درپسې درومم
خوشحال خان خټکتا خو ياري پرېکړه واړه زه درپسې درومم
څو درپسې درومم هومره ډېره خواري مومم
هيڅ په ما پوهېږې، نوم مې څه دی ستا په عشق کې
قيس د ليلا و تا ويشتلی زه ليس نومم
زه څه هغه نه يم چې خوښي غواړې له مانه
تل دې د غمونو لبالب جامونه شومم
هر چې شهسواران دي واړو وتېزل د وړاندې
زه د دوی په منډه دايم ځم، ورپسې نغومم
ځار تر تا رسوله تا مې يار ليده په سترگو
راشه رانژدې شه چې دې دواړه کسي چومم
يو لوری مې نشته مينې هسې سر هوا کړم
باد غوندې خوشاله! په هزار طرف درومم