غزل
تا خو زده زما د زړه له احتياجه
رحمان باباتا خو زده زما د زړه له احتياجه
ترو ما څه پوښتې چې څه غواړې محتاجه
د طالب ومطلوب راز به ما در وښود
که ته نه وې خبردار له دې رواجه
يار که يار ته حال په خوله نه وايي څه شو
و حکيم ته پټ څرگند وي له مزاجه
که زما له حاله ما پوښتې حال دادی
چې بې تا مې ورځ تياره تر شب داجه
اشنايي به ما په کوم قوت کوله
که خبر وی ستا د هجر له تاراجه
که له سلو به يو خواست زما قبلېږي
خدای دې هېڅوک رنځور نه کا بې علاجه
په رحمان بلا پسې کا زهيرېږي
ته مشغول اوسه له خپله تخت و تاجه