غزل
تا ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه
رحمان باباتا ناحق په ما کينه کړې کينه ناکه
په کينه به آيينه نه کړې څپياکه
څوک بې وجهې چاته تورې توبري آخلي
خپل عمل دې چې دنيا يې کړه هلاکه
چې خندا يې د بلبل په آه سرد کړه
خدای د گل گرېوان پاره کړ سينه چاکه
ځکه سپينې شوې اول د حباب سترگې
چې له بغضه په درياب چوي تڼاکه
که تن ځمکه کړې، زړه تخم، باران اوښکې
لکه نخل به سر و کاږي له خاکه
بالا دست به شې هلاه په نورو ونو
که تعليم د زېر دستۍ واخلې له تاکه
بيا به نه مومې د ترکو واک او حکم
څو ونه ووځې دجهان له جمله واکه
د هغه جهان ژوندون به هغه مومي
چې لاس وکاږي ددې جهان له ژواکه
ته چې ژغورې سر و مال په عاشقۍ کې
عاشقي دا هسې چرې ده کاواکه
چې دا هسې بزرگ مېلمه وکور ته بيايې
اول غولی پاکيزه کړه له خاشاکه
په دويۍ کې به ور نه شي له اشراکه
څو ضمير دې خالي نه شي له اشراکه
دا همه واړه حجاب دی چې ليده شي
نور د حسن بالاتر دی له افلاکه
په ظاهر لباس غلط د سړي مه شه
مينځ يې گوره له چغزي او له مټاکه
اولياء په جهان ځکه څرگند نه دي
چې پاک ژوي خپسر نغاړي له نا پاکه
هېڅ وفا يې له هېچا سره ونه کړه
ترو رحمان به څه ما نه کا له افلاکه