غزل
تا ياري له مانه پرې کړه که پښېمان يې
خوشحال خان خټکتا ياري له مانه پرې کړه که پښېمان يې
بيا را درومه هغه زړه يې، هغه ځان يې
همېشه زما د باغ زرغون توتا وې
اوس خبر نه يم توتا د کوم بوستان يې
زاړه هم کله ځوانان وو وار يې تېر شو
په زړو پورې خندا مه کړه که ځوان يې
يوجهان دا د ظاهر ، بل د باطن دی
راته ووايه د کوم يوه جهان يې
که طالع په سرير پاس کښېني گدای دی
که و آز و ته دې شا کړله سلطان يې
غم الم به دې ونه رسي و زړه ته
که دخپلې ژبې هر کله پاسبان يې
ته جوهر د لويۍ نه لرې خوشاله!
د کم شناختو په بازار هسې ارزان يې