غزل تا ياري له مانه پرې کړه که پښېمان يې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تا ياري له مانه پرې کړه که پښېمان يې بيا را درومه هغه زړه يې، هغه ځان يې 02 همېشه زما د باغ زرغون توتا وې اوس خبر نه يم توتا د کوم بوستان يې 03 زاړه هم کله ځوانان وو وار يې تېر شو په زړو پورې خندا مه کړه که ځوان يې 04 يوجهان دا د ظاهر ، بل د باطن دی راته ووايه د کوم يوه جهان يې 05 که طالع په سرير پاس کښېني گدای دی که و آز و ته دې شا کړله سلطان يې 06 غم الم به دې ونه رسي و زړه ته که دخپلې ژبې هر کله پاسبان يې 07 ته جوهر د لويۍ نه لرې خوشاله! د کم شناختو په بازار هسې ارزان يې Dictionary meaning × Headword