غزل
ته چې دا دماغ لرې
خوشحال خان خټکته چې دا دماغ لرې
څوک به څه فراغ لرې
توره شپه دې تورې څڼې
په کې مخ څراغ لرې
دا دې خال د وروځيو نه دی
دا د زړونو داغ لرې
واړه روغ دی په گلونو
يو څه کښلی باغ لرې
که ساعت دی ساعت دا دی
چې په لاس اياغ لرې
چې توتي دې دی په لاس کې
څه نظر په زاغ لرې
بيا وکوم لوري ته ورک شو
د خوشال سراغ لرې؟