غزل
ته چې دا دماغ لرې
Khushal Khan Khattakته چې دا دماغ لرې
څوک به څه فراغ لرې
توره شپه دې تورې څڼې
په کې مخ څراغ لرې
دا دې خال د وروځيو نه دی
دا د زړونو داغ لرې
واړه روغ دی په گلونو
يو څه کښلی باغ لرې
که ساعت دی ساعت دا دی
چې په لاس اياغ لرې
چې توتي دې دی په لاس کې
څه نظر په زاغ لرې
بيا وکوم لوري ته ورک شو
د خوشال سراغ لرې؟