غزل

ته چې دا ښکلې څېره لرې نگارې

خوشحال خان خټک

ته چې دا ښکلې څېره لرې نگارې

ځکه تا په عاشقانو وکړې چارې

چې دې لارې د ديدن راباندې بندکړې

زما اوښکې په گرېوان ځي لارې ، لارې

چې گهې گهې دې ووينم له ورايه

دا لا هم بې بخته نه يم، شکر بارې

هره ورځ تازه ماڼې تازه جنگونه

تل دې ماته تېرې تورې دي تيارې

که دې غاښ و شونډې گورم دُر مرجان دي

که دې مخ وته نظر کړم، مه رخسارې

درېغه نور نور سحرگر په ملک پيدا شوای

چې دا ستا سحر يې مات کړای سحر کارې

خو په ما باندې چې راشې ځان نادان کړې

گڼه نشته نورې تا غوندې هوښيارې

په کوڅه يې باد گذر نه کا خوشاله!

ته له کومه سازوی ورته ريبارې