غزل ته چې دا ښکلې څېره لرې نگارې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ته چې دا ښکلې څېره لرې نگارې ځکه تا په عاشقانو وکړې چارې 02 چې دې لارې د ديدن راباندې بندکړې زما اوښکې په گرېوان ځي لارې ، لارې 03 چې گهې گهې دې ووينم له ورايه دا لا هم بې بخته نه يم، شکر بارې 04 هره ورځ تازه ماڼې تازه جنگونه تل دې ماته تېرې تورې دي تيارې 05 که دې غاښ و شونډې گورم دُر مرجان دي که دې مخ وته نظر کړم، مه رخسارې 06 درېغه نور نور سحرگر په ملک پيدا شوای چې دا ستا سحر يې مات کړای سحر کارې 07 خو په ما باندې چې راشې ځان نادان کړې گڼه نشته نورې تا غوندې هوښيارې 08 په کوڅه يې باد گذر نه کا خوشاله! ته له کومه سازوی ورته ريبارې Dictionary meaning × Headword