غزل
ته چې هسې گاه يې ترش گاه يې خندان
رحمان باباته چې هسې گاه يې ترش گاه يې خندان
له عاشق سره کېنه کړې که احسان
له احواله د چا نه زده چې به څه کړې
کله جور کله لطف کړې عيان
رنځ راحت د عاشقانو واړه ته يې
دا دروغ دي که وصال دی يا هجران
هغه شونډې چې خوږې دي تر شکرو
له ښکنځلو يې عار نه کا عاشقان
رجوعات د ښايسته وو چا ته نه وي
هر گز نه وي سرکوزي د سروې شان
دغه هسې رنگ ښايست لکه چې ستا دی
نشته دا رنگه ښايست د هېڅ انسان
قصد تر هسې حده ولې کړې گل رخه
چې له ډېره نازه وژنې عاشقان
د سړي صورت څه روغ له کاڼي نه دی
نشته کاڼي څخه ستاد جفا توان
و هر کار وته چې ستا قوت رسېږي
هلته نه رسي قوت د درست جهان
ستا له جوره زهره نه لري چې آه کا
که کشور د عاشقانو شي ويران
خوار حيران لکه عاشق دی ستا له درده
خدای دې هېڅوک هسې نه کا خوار حيران
لکه ډېر وايي د وصل راحتونه
دغه هسې د فرقت دی سخت زندان
د رخسار نخښې دې واړه د خورشيد دي
چې يې درست جهان له نوره دی روښان
له هوسه دې هر گل کره خندا شوه
چې يې وليد ستا د حسن گلستان
کله وي چې نصيحت کاندي عاشق ته
که له حسنه دې اگاه شي زاهدان
رنگ د روی دې لري رنگ د سرو گلونو
تورې څڼې دې ښاخونه د ريحان
سياهي د نوي خط دې هسې زېب کا
لکه کښلي واړه توري د قرآن
و کوهي ته چې لغزش کا کل خطر وي
کل خيريت دی کوهي ستا د زنخدان
که د درو تجلی ده ډېره ډېره
دُر تاريک شي چې ظاهر شي ستا دندان
ته سلطان د ښايسته دې نوکران
دا نور واړه ښايسته وو يې دلبره
که دا نور ښايسته ستوري ويل کېږي
ته خورشيد غوندې صورت لرې روښان
له هرچا چې اورېده شي دغه وايي
چې ښايست دې ذره نه لري نقصان
ترو ويل د رحمان دُر و لعل شو ځکه
چې دې ستا د لعلو شونډو شو گويان