غزل
ته چې هسې په غوغا درومې سېلابه
خوشحال خان خټکته چې هسې په غوغا درومې سېلابه!
ولې هسې په ساعت کې شې بې آبه
افرين دې په همت د لوی درياب شي
چې په هېچرې يې چار نه ده کريابه
چې په پورته د کاغذو گوډۍ درومي
که رښتيا ده دا دې درومي بې طنابه
د توتي ژبه استاد غواړي د نطق
گڼه! دی به لابتر و تر غرابه
چې په مخ کې دې نابود شي واړه ستوري
د اسمان په ستوريو وخېژه افتابه
که لمبې ورباندې بلې کا ايرې شي
د ژوندون هنر به نه ځي له سيمابه
له ياقوته دې هاله سيالي شبه کا
که د اور په تاو کې دا نه شي بې آبه
چې مرغونه وزر بيامومي الوځي
هيڅ مقصود تر سره نه ځي بې اسبابه
په ځوانيې کې اوده و، په زوړوالي
د خوشال سترگې بيدارې شوې له خوابه