غزل
ته په هره گړۍ غم د سيم و زر خورې
رحمان باباته په هره گړۍ غم د سيم و زر خورې
زه دې هره گړۍ وينم چې خپل سر خورې
عاقبت به دې يو خنډ تر سينې ووځي
ته چې تل په هر هر ښاخ باندې ثمر خورې
معلومېږي چې خپل غم در سره نشته
ځکه غم د برادر او د پسر خورې
په عوض يې کوم طاعت کړی راته وايه
دا نعمت چې په هر شام په هر سحر خورې
روژتي هم څلور پهره پس افطار کا
ته څلور ځله طعام په هر پهر خورې
که يو ځله تر کماله ورسېږي
نور به غوښې د خپل ځان لکه قمر خورې
که ښيښه د نام و ننگ دي شي تر څنگه
د هر چا په کجروۍ به خپل ځيگر خورې
بې هنرو لره قند زهر قاتل دي
قند يې وگڼه که زهر په هنر خورې
نهال په زړه د صبر نخل کړه رحمانه!
چې مدام د برخوردارو په څېر بر خورې