غزل

تبسم مې د وگړي په روزگار شي

رحمان بابا

تبسم مې د وگړي په روزگار شي

چې يې نه له مرگه وېره نه يې ډار شي

له ده وزېږي دده د وړاندې مړه شي

لا يې مينه د دنيا په کاروبار شي

که يې هر قدم د مړيو په سر لار وي

يو قدم هسې وانه خلي چې په لار شي

د ژونديو نصيحت پرې اثر نه کا

مگر مړه له قبره پاڅي په گفتار شي

د اميد مزی يې هسې رنگ دراز وي

چې تر خضره ورته خپل عمر بسيار شي

سپينه ږيره په اورڼي کې زويه واخلي

چې په ما لره سپاهي ومنصبدار شي

د خرما زړی نهال کا، ورته گوري

چې دا سيوری دا مېوه به مې په کار شي

هر هر فصل چې تېرېږي هوسېږي

چې به گانده راته بل فصل تيار شي

لايې لپه تخم هم کرلی نه وي

ناکشته يې ځنې طمعه دخروار شي

غړوندی د نازو کړيو خسيو غړي

چې سبا بېگاه به ما لره گوهار شي

لکه ووړکي کټوري غواړي له زاڼو

په دا هسې پوچ گويۍ يې اعتبار شي

چې هر گز په عمر نه وي چرې شوي

د هغو ناشدنيو اميدوار شي

هلکانو غوندې پاس په کوټه ځغلې

خو چې دوه قدمه واخلي نور حصار شي

په زحمت د تن له مالگې هم پرهېز کا

هغه نه کا چې له نهې پرهېزگار شي

د ژوندون په تېرېدو يې نظر نه وي

چې دا گنج به مې له لاسه تار په تار شي

رحمان څه دی چې به پند وچا ته وايي

هدايت د هر بنده په کردگار شي