نظم
تار په تار به يې خورې کړم
خوشحال خان خټکتار په تار به يې خورې کړم
ځان به نه کړم د پېغور
که ښې دې خو فرښتې دي
چې نس نه لري خوشاله
هر چې نس يې و چا ورکړ
خلاص به نه وي له جنجاله
چې هر څوک سره وېزار کا
دا دنيا ده بې ماله
که په خوا تر دا اخلاص و
اوس څه نشته بې ټيتاله
قيامت رانژدې کېږي
بد ترينه کال تر کاله
چې په خوله کليمه لولي
زړه يې درست په قهر ځاله
چې احوال د خلکو دا دی
ولې نه پاڅې د جاله
يا خو تلی له خلکو تښتی
يا څه نه کړې بې قناله
گوښي گوښي زما ځان لره بلا شول
چې پيدا دي همگي زما له ځانه