غزل
تاوی نورې تر ماښې دي، پسې درومه
خوشحال خان خټکتاوی نورې تر ماښې دي، پسې درومه!
راته وايه تر تا ښه ده بله کومه؟
چېمې ستا وخرخشو ته نظر وکړ
د جهان په مخ به نه وي هسې سلومه
د خاطر مرغه مې ستا په زلفو بند شو
اوس به چېرته ځي چې نښتی دی په لومه
دا چې وايې درومه، صبر کړه له مانه!
بيا مې کومه بې صبري ده در معلومه
په عاشق باندې يې تل ظلم و ستم وي
ستا د سترگو وېره نه شي له مظلومه
زه لا اوس په زړه تنکی نوی عاشق يم
په خندا، خندا بورجل لره رادرومه
په خوشال باندې که تل نارې سورې وي
باز پروا نه کا د زاغو له هجومه