غزل تاوی نورې تر ماښې دي، پسې درومه Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تاوی نورې تر ماښې دي، پسې درومه! راته وايه تر تا ښه ده بله کومه؟ 02 چېمې ستا وخرخشو ته نظر وکړ د جهان په مخ به نه وي هسې سلومه 03 د خاطر مرغه مې ستا په زلفو بند شو اوس به چېرته ځي چې نښتی دی په لومه 04 دا چې وايې درومه، صبر کړه له مانه! بيا مې کومه بې صبري ده در معلومه 05 په عاشق باندې يې تل ظلم و ستم وي ستا د سترگو وېره نه شي له مظلومه 06 زه لا اوس په زړه تنکی نوی عاشق يم په خندا، خندا بورجل لره رادرومه 07 په خوشال باندې که تل نارې سورې وي باز پروا نه کا د زاغو له هجومه Dictionary meaning × Headword