نظم
تياره سباوون
عبدالباري جهانيرويباره ړنګه سوه د هيلو خونه
چي دي پر شونډو کيسه ورانه سوله
پوه سوم د وصل لاري بندي سولې
زما د نصيب وعده پښېمانه سوله
دا زخمي زېرى به لا څو پټوې
رويباره سترګي دي رازونه وايي
د سحر باد يې جنازې راوړلې
نسيم په سرو سترګو ويرونه وايي
رويباره تا ته سباوون ښکارېږي
زما يې د خيال نيمګړي شپې ماتي کړې
ته يې له سترګو نوى زېرى غواړې
زما په لېمو کي يې لشې ماتې کړې
زه د غروب په ستړو سرو سترګو کي
د خپل ازل رنځور خوبونه وينم
په الاهو کي وعدې مه راکوه
زه يې پخوا لا تعبيرونه وينم
هغه دي پورته سوې لمبې له کلي
هغه دي وراني سوې کوڅې د جانان
په لاله زار کي خزان وغوړېدى
د ګلو ښار ته ورشيوه سول زاغان
هغه دي څاڅي له شهبازه ويني
د مطرب ګوتو کي نغمې سوځېږي
ټولۍ ټولۍ فرشتې والوتلې
فتنې به اوس په ښار کي ونڅېږي
شپه د سهار په غېږ کي وغوړېده
زريني وړانګي رخصتونه غواړي
د ښار په منځ کي بلا لنګه سوله
باج کي زلميو نه سرونه غواړي
شيطان خيرنه غاړه هسکه کړله
پر تورو شونډو يې موسکا پيدا سوه
د غره پر سر يې وزر وغوړاوه
د سترګو اور کي يې رڼا پيدا سوه
رويباره څله مي زګېروى ويدوې
د زړه په تل کي مي زخمونه ژاړي
راته اميد د سبا مه راکوه
خوږمنو سترګو کي خيالونه ژاړي
دا زما په برخه ليکل سوي اوښکي
پاس په لېمو کي د ساتلو نه دي
زما په قسمت کي رسېدلي کوڅې
د ستنېدلو پرېښودلو نه دي