نظم
توره، پښتو، پښتنواله
ګل پاچا الفتبا شرفه ژوندون وکاندی چې له مرگه نه بېرېږي
مال و سر يې په امان وي چې له خپل سره تېرېږي
ځيږ پښتون شه ! دا متل دی څنگه غر هسې کربوړی
کړه سړې اوتودې تېرې دا تعليم کړی ژمی اوړی
په هغه وخت کې يې ته لا تېره تيغ لاندې ساتلې
فکر وکړه څه د پاره خپلې مورداسې روزلې
که ازاد ژوندون دې خوښ وي
ټينگ په ننگ ناموس او دين شه
اور اوبو ته غورځوه ځان
فولادي او آهنين شه
ښې تېرې پنجې پيدا کړه
لکه باز او يا شاهين شه
نه وايمه چې بلبل شه
يا توتي غوندې رنگين شه
ته ويده وې په ځانگو کښې
هېڅ خبر نه وې له ځانه
نه له جنگ جگړو خبر وې
نه له شخړو دجهانه
دوست دښمن خپل او پردی ټول
ستا نظر کښې وو يکسانه
ستا په سر باندې د پاسه
مور کړه توره اوېزانه
که پوهېږې زما وروره
د همدې ورځې د پاره
پښتنه مور دزوی سرته
ږدي تل توره جوهر داره
توره مال دی ستا پښتونه
درته پاته له خپل پلاره
پښتانه زلميان خوند اخلي
د تېرو تورو له واره
بې دتورې له سپين مخه په بل مخ چې مين شې
ستا به فرق له څاروی څه وي که قربان په وطن نه شې
فولادي زړگی او توره ده پکار د ژوند د پاره
پښتانه زلميان خوند اخلي د تيروتورو له واره
د پښتون بيرغ اوچت کړه ترلمنو داسمانه
خوشحال خان خټک خوشحال کړه پخپل قبر کښې له ځانه
لکه غر په هسکه غاړه
د اسمان لاندې اوسېږه
که ږلۍ که تندر اوري
له خپل ځايه مه ښورېږه
بې له خدايه بل له هيچا
او له هيڅ شی مه وېرېږه
واوره بيا پښتونه وروره
د پښتون شاعر شعرونه
دا چې اورې څه له مانه
دی دسوی زړه آهونه
نور څه نشته په دې زړه کښې
واړه دي دا ستا غمونه
دازخمي زړه ستا له غمه
راشه وگوره پښتونه
پښتنواله که پښتو ده
که اسلام او دينداري ده
تقاضا د زمانې ده
اوکه پوهه هوښياري ده
د پښتون عالي فطرت دی
که غيرت ايمانداري ده
ددې ټولو ای پښتونه!
تا نه دا اميد واري ده
چې ته بيا کړې غېږه وازه استقبال دتېر شوکت ته
څو قدمه وړاندې واخلې خپل راتلونکی سعادت ته
دا دعا په څو څو وارو د خپل زړه په کوه طور کښې
ما په نيمو شپو کښې کړی د پاک خدای په لوی حضورکښې
له هغو زړونو ځارېږه چې پکښې لوړه آرزو وي
څه چې ښه ورته ښکارېږي پخپل کام دده پېرزو وی
څه به ښه وی لويه خدايه
که تېر شوی دوران راشي
د پښتون بابا په لاس کې
بيا زمام د افغان راشي
بيا هماغه شپې او ورځې
د پښتون په جهان راشي
په هماغه زړو مېنو
بيا زمونږ کاروان راشي
په هر زړه کښې بېل بېل قسم
امېدونه اواسرې وي
څوک د ښکلو ښو مخونو
اميدوار دنندارې وي
د چا مال او دولت خوښ وي
په دنيا يې سترگې سرې وي
چا د بل مقصد د پاره
سنجولی څه چارې وي
ښه خبر په دغه راز شه
ای زما د سترگو توره
چې يوازې په دنياکښې
ژوندون نه کېږي هر گوره
هر پيغام چې يو غوږ اوري
بل ته هم رسي ای وروره
د يوازې ځان سودا ته
وباسه د زړه له کوره
ته يې ناست هغه بېړۍ کښې چې پکښې تمام پښتون دی
ستا هر څه ور سره گډ دی که دې مرگ او که ژوندون دی
چې پردولره يوښکاریُ همدغه مودی يووالی
نوک اورۍ کله بېلېږي نشته تاسوکښې بېلوالی
سپين او تور د يوې سترگې کله يو له بل بېلېږي
په بېل رنگ کله دوه وروڼه يو بله پردۍکېږي
ته او نور پښتانه واړه
په يوه ژبه گړېږئ
په يوه نامه هر وخت کې
او په هر ځای کښې يادېږئ
د يوه پښتون په ښه نوم
سر تر سره ټول نازېږئ
د دښمن او دوست نظر کښې
لکه يو وجود ښکارېږئ
غم مو يو ښادي يوه ده
په رگو کښې يوه وينه
زه او ته د يو مخ سترگې
خلق مو بولۍ ښۍ او کيڼه
دواړه يوشانی غړېږو
مرو د يو وجود په مړينه
اختلاف د نظر نشته
چې موجب د بېلتون شينه
راشئ! ای پښتنو وروڼو
يو له بله به ځارېږو
د پښتون د ژوند د پاره
په هر يو له سرتېرېږو
خوشحالي به مو يوه وي
په يوه غم به کړېږو
په نامه د پښتنوالی
به مونږ واړه قربانېږو
يوه ورځ به داسې راشي چې پښتون واړه راټول شي
سر تر سره پښتانه ټول بېرته يوکور او کهول شي
څوک چې زړه لري هر گوره پکښې هيله او اسره ده
دا ارزو له ډېره وخته تر دې وخته راسره ده
دا زخمي زړگی به روغ شي
د غليم زړه به زخمي شي
د "الفت " خواږه اشعار به
پښتنو په خو له جاري شي
پښتنې دنيا به جوړه
کور په کور به خوشحالی شي