غزل
تورو زلفو دې په غوږو دي خولې يښې
خوشحال خان خټکتورو زلفو دې په غوږو دي خولې يښې
په څو تار په تار پرېشانې سره تښې
دا زما د پرېشانيه نه څه وايي
که يې لا نورې اوږدې دي درته بلښې
نندار چې چېورته گوري کټ کوټ کېږي
د مخ نښې دې بلا دي گوښې گوښې
تر لبانو دې خجل آب حيات دي
په باڼه په سترگو سهم و تير کښې
چې مين شي قبلوي مکر، دروهونه
په ياريې مې قبول کړې، که بنگښې
زه خوشال دې د بدۍ، نېکۍ گواهي لم
د ښايست مخی دې نشته په خوی وښې