غزل

تورو زلفو دې په غوږو دي خولې يښې

Khushal Khan Khattak

تورو زلفو دې په غوږو دي خولې يښې

په څو تار په تار پرېشانې سره تښې

دا زما د پرېشانيه نه څه وايي

که يې لا نورې اوږدې دي درته بلښې

نندار چې چېورته گوري کټ کوټ کېږي

د مخ نښې دې بلا دي گوښې گوښې

تر لبانو دې خجل آب حيات دي

په باڼه په سترگو سهم و تير کښې

چې مين شي قبلوي مکر، دروهونه

په ياريې مې قبول کړې، که بنگښې

زه خوشال دې د بدۍ، نېکۍ گواهي لم

د ښايست مخی دې نشته په خوی وښې